نهۀ ويشتم باب
١ څوک چې د ډیرې رټنې باوجود بیا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شی اؤ هیڅ علاج به یې نهٔ وی. ٢ کله چې صادِقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوی، نو خلق فرياد کوی. ٣ کُوم اِنسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوزوی. ٤ په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموی، خو هغه څوک چې رشوت اخلی نو هغه مُلک تباه کوی. ٥ څوک چې د خپل ګاونډی چاپلوسی کوی، نو دے د هغهٔ د خپو دپاره دام خوروی. ٦ بدکاره اِنسان د خپلې ګُناه په دام کښې راګېرېږى، خو صادِقان د خوشحالۍ سندرې وائی. ٧ صادِقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ اؤ فکر نهٔ کوی. ٨ مسخره کوونکی ښارونه راپاروی، خو هوښیار اِنسان غُصه سړوی. ٩ کۀ يو هوښيار يو د بې وقوف په خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شی نو بې وقوف به غُصه شی اؤ مسخری به کوی نو بیا به څنګه صلح راشی؟ ١٠ د وينو تږى اِنسانان د نيک اِنسان نه نفرت کوی اؤ په دې کوشش کښې وی چې صادِقان ووژنی. ١١ کم عقل د خپلې غُصې پوره اظهار کوى، خو هوښيار خپل ځان په قابو کښې ساتى. ١٢ کۀ يو حُکمران دروغو ته توجو ورکوی، نو د هغهٔ ټول افسران به بدکاران شی. ١٣ په دې کښې غریب اؤ ظالِم دواړه يو شان دی، ځکه مالِک خُدائ دواړو ته ژوندون ورکړے دے. ١٤ کۀ چرې يو بادشاه د غريبانانو سره اِنصاف کوى، د هغۀ بادشاهى به د تل دپاره قائمه وى. ١٥ د تربيت چوکه حِکمت پیدا کوی، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شی نو هغه به د خپلی مور د شرمولو باعث شی. ١٦ کله چې د بدعمله حکومت راشی، نو ګُناهونه عام شی، خو صادِقان به د داسې خلقو خاتمه ووينى. ١٧ د خپل زوئ ښهٔ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون اؤ خوشحالی درکړی. ١٨ چرته چې الهام نهٔ وی نو هغه خلق سرکشه شی، خو بختور دی هغه څوک چې په شریعت عمل کوی. ١٩ صرف په خبرو نوکر نهٔ سمیږی، اګر چې هغه پوهه وی خو بیا هم ستا خبرو ته پام نهٔ کوی. ٢٠ څوک چې په جلدئ کښې خبرې کوى نو هغه د کم عقل نه هم بدتر دے. ٢١ کهٔ تهٔ د ورکوټوالی نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښی به هغه ستا پلار شی. ٢٢ غُصه ناک اِنسان جنګونه جوړوی، اؤ تُند خویه نه ډیر ګُناهونه کیږی. ٢٣ د اِنسان غرور په دهٔ باندې زوال راولی، خو د اِنسان عاجز خوی هغهٔ ته عزت ورکوی. ٢٤ د غلو ملګرے په خپله د ځان دُشمن وی، هغه دا چې د قسم خوړولو نه وروستو به هم په عدالت کښې دروغ وائی. ٢٥ څوک چې د اِنسان نه یریږی هغه به په دام کښې ګیر شی، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوی هغوئ به په امن و امان شی. ٢٦ ډیر د دې په کوشش کښې وی چې حُکمران ورسره ښهٔ وی، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې اِنسان ته اِنصاف ملاؤیږی. ٢٧ نيکان د بې ایمانانو نه نفرت کوی، اؤ بدکاران د نيکانو نه نفرت کوی.