اتۀ ويشتم باب
١ بدکاران هيڅ بې هیڅه تښتى کۀ څهٔ هم څوک ورپسې نهٔ وی، خو صادِقان لکه د زمرو په شان ډاډه وی. ٢ هرکله چې یو مُلک باغی وی، نو د هغه مُلک ډیر حاکمان وی، خو پوهه اؤ هوښیار اِنسان د ملک نظام برقرار ساتى. ٣ کُوم مشر چې په غريبانانو باندې ظُلم کوى د هغه تیز باران په شان دے چې ولاړ غونډ فصل تباه کوی. ٤ کوم خلق چې شریعت ماتوی نو په دې کار سره د بدکارانو صفت کوی، خو هغه څوک چې د شریعت تابعداری کوی نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوی. ٥ بدکاره اِنسانان په اِنصاف نهٔ پوهیږی، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوی نو هغوئ پرې مکمل پوهيږی. ٦ غریب صادِق اِنسان د دوکه مار مالدار نه ښهٔ وی. ٧ څوک چې په شریعت عمل کوی نو هغه يو هوښیار زوئ دے، خو څوک چې د بد اخلاقو دوستی کوی د خپل پلار د شرم باعث ګرځی. ٨ څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړی خو آخر به د هغهٔ مال دولت د هغه چا شی څوک چې په غريبانانو مهربانه وی. ٩ پاک خُدائ د هغه چا د دُعا نه نفرت کوی څوک چې د شریعت نه مخ اړوی. ١٠ څوک چې یو نيک اِنسان بدکارۍ ته رهنمائی کوی نو په خپل لټ کښې به راګیر شی، خو ایمانداره اِنسان ته به ښهٔ میراث مِلاؤ شی. ١١ يو مالداره خپل ځان هوښیار ګڼی، خو يو غریب عقلمند د هغهٔ په اصلی کردار پوهیږی. ١٢ کله چې صادِقان کامیاب شی، نو ټول قوم غټه خوشحالی کوی، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوی. ١٣ هر هغه څوک چې په خپله ګُناه باندې پرده اچوی نو دے به کامیاب نهٔ شی، خو هر هغه څوک چې د ګُناه اعتراف وکړی اؤ هغه بس کړی نو په هغهٔ به رحم وشی. ١٤ بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه یریږی، خو څوک چې خپل زړهٔ سخت کړی نو په مُصيبت کښې به راګیر شی. ١٥ لکه د غړمبيدونکی زمری اؤ یا د اوږی میلو په شان هغه بدکاره اِنسان دے څوک چې په بې وسه خلقو باندې حکومت کوی. ١٦ ناپوهه بادشاه به په خپلو خلقو ظُلم کوی، خو څوک چې د حرام مال دولت نه نفرت کوی نو هغه به د ډیر وخت دپاره ژوندے وی. ١٧ کۀ يو اِنسان خپل لاسُونه د بل چا په وينو سرهٔ کړی وی نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وی، نو هيڅ څوک دې د دهٔ مدد نهٔ کوی. ١٨ د چا کردار چې بې داغه وی نو هغه به بچ شی، خو د چا لارې چې غلطې وی نو ناګهانه به تباه شی. ١٩ څوک چې د خپلې زمکی زمیداری کوی هغوى سره به ډیر خوراک وی، د چا په سوچ کښې چې هوائی خيالونه ګرځی، نو سخته غریبی به پرې راشی. ٢٠ یو ایماندار کس ته به ډیر زیات برکت ورکړے شی، خو کۀ څوک زر مالداره کيدل غواړى هغۀ ته به سزا مِلاؤ شی. ٢١ د چا طرفداری کول ښهٔ کار نهٔ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړئ ډوډئ دپاره غلط کار وکړی. ٢٢ کنجوس اِنسان د دې ليواله وی چې مالداره شی اؤ د دې نه ناخبره وی چې غربت د دهٔ انتظار کوی. ٢٣ څوک چې د اصلاح دپاره تنبیه کول کوی په اخر کښې به د هغه چا نه ورته زيات عزت مِلاؤ شی څوک چې په ژبه څټل کوی. ٢٤ څوک چې د خپل پلار اؤ مور نه غلا کوی اؤ دے وائی چې، ”دا غلطې نهٔ ده،“ نو دے د يو قاتل نه کم نهٔ دے. ٢٥ لالچی اِنسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوی هغه به آباد شی. ٢٦ څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښیارتیا سره قدم اوچتوی نو دے بچ پاتې شی. ٢٧ څوک چې غريبانانو ته ورکړه کوی نو د هيڅ شی محتاجه به نهٔ شی، خو څوک چې په دوئ باندې سترګی پټوی نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شی. ٢٨ هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشی، نو خلق خپل ځان پټوی، کله چې بدکاران هلاک شی نو صادِقان بیا آباد شی.