اووۀ ويشتم باب
١ د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کېږى. ٢ دا به ښۀ وی چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تهٔ په خپله د خپل ځان صفت کوې، اؤ دا به ښۀ وی چې نابلده خلق ستا ښهٔ ووائی نه چې تهٔ په خپله. ٣ کاڼې درانهٔ وی شګې درنې وی، خو د یو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زیات درانهٔ وی. ٤ قهر خو ظالِم دے اؤ غضب اِنسان چخڼی کوی خو د حسد په وړاندې څوک ټينګيدلے شی؟ ٥ څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده. ٦ د دوست رټنه د هغهٔ د مينې اظهار دے، خو د دُشمن ښُکلول سراسر دوکه ده. ٧ څوک چې موړ وی هغه شهد هم د خپو لاندې کوی، خو د اوږی دپاره تريخ خوراک هم خوږ وی. ٨ لکه څنګه چې یوه مرغئ د خپلې جالی نه ورکه شوې وی د هغه چا په شان وی لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوې وی. ٩ لکه څنګه چې عطر اؤ خوشبو د اِنسان زړهٔ خوشحالوی، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوی. ١٠ خپل دوستان اؤ د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورورکور ته مهٔ ځه کله چې په تا څهٔ مُصيبت راشی. ستا نزدې ګاونډی د لری ورور نه ښهٔ دے. ١١ زما زويه، هوښيار اوسه اؤ زما زړهٔ خوشحاله کړه، نو بيا به زهٔ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګوری. ١٢ هوښیاران خطره د اول نه وینى اؤ د هغې نه ځان بچ کوی، خو کم عقل پرې ورخلاص وی اؤ بيا په تکليف کښې راګیر شی. ١٣ هر څوک چې د پردی کس د قرض ذمه واری اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دهٔ دا کار د پردى کس دپاره کړے وی. ١٤ کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډی سلام واچوی، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼی. ١٥ يوه جګړماره ښځه داسې وی لکه چې د باران په ورځ د چت نه مسلسل څاڅکی راپریوزی. ١٦ د هغې منع کول داسې مشکل وی لکه د هوا بندول اؤ یا تیل په موټی کښې نيول. ١٧ لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تیره کوی، نو دغه شان یو اِنسان بل اِنسان تیرهٔ کوی. ١٨ کۀ څوک د اینځر د ونې خيال ساتى نو د هغې میوه به هم وخوری، اؤ هر هغه څوک چې د خپل نيک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شی. ١٩ لکه څنګه چې په اوبو کښې مخ ښکاری، نو هم دغه شان زړهٔ يو اِنسان څرګندوی. ٢٠ لکه څنګه چې په مرګ اؤ تباهی دنیا نهٔ مړیږی، هم دغه شان د اِنسان سترګی کله هم نهٔ مړیږی. ٢١ سپين اؤ سرهٔ زر په اور آزمائيلے شی، اؤ يو اِنسان د هغهٔ د صفت کولو نه وروسته آزمائیلےشی. ٢٢ کۀ تهٔ کم عقل په لنګرئ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغهٔ نه لاړ نهٔ شی. ٢٣ د خپلو رمو په حال ځان پوهوه، اؤ خپلو رمو ته زیاته توجو ورکوه، ٢٤ ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نهٔ پاتې کيږی اؤ نۀ تاج اؤ تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کیږی. ٢٥ کله چې ګياه ختمه شی اؤ نوې ګياه راشنه شی نو ګياه د غرونو نه راجمع کړئ، ٢٦ نو بیا به ګډوری تا ته د کپړو دپاره وړئ درکړی، اؤ چیلئ به درته د پټو د اخیستو قیمت درکړی. ٢٧ نو بیا به تا سره د چیلو دومره زیات پئ وی چې په هغې به خپل خاندان اؤ وينځې ساتلے شی.