شپږ ويشتم باب
١ لکه څنګه چې په اوړی کښې واؤره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وی، دغه شان د کم عقل اِنسان عزت کول هم دومره نامناسبه وی. ٢ لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوزی اؤ يا چې طوطاګرکى چکرې وهی اؤ په ځائ نهٔ کښينی، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نهٔ کښينى. ٣ لکه څنګه چې د اس دپاره چابک، د خر دپاره واږى وى نو هم دغه شان د کم عقل د ملا دپاره چوکه وی. ٤ کم عقل ته د هغهٔ د کم عقلتوب په مطابق جواب مهٔ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې. ٥ د کم عقل سوال ته کم عقل جواب ورکوه ځکه چې هغه خپل ځان هوښيار ونهٔ ګڼی. ٦ د يو کم عقل په لاس پیغام استول داسې دى لکه اِنسان چې په خپله ځان نه خپې غوڅی کړی اؤ يا زهر وڅښی. ٧ د کم عقل په خُلی متل داسې وی لکه څنګه چې د يو ګوډ خپه بې کاره وی. ٨ کم عقل ته عزت ورکول داسى وی لکه څوک چې ليندې پورې کاڼې وتړی اؤ ګذار پرې نهٔ شی کولے. ٩ لکه څنګه چې د ازغو بوټی د یو شرابې په لاس کښې وی دغه شان یو متل د کم عقل په خُله کښې وی. ١٠ هغه څوک چې کم عقل اؤ يا لوفر ته کار ورکړی هغه لکه د هغه غشی ويشتونکی په شان وی چې هر څوک پرې ولی. ١١ لکه څنګه چې یو سپے خپلې اُلټیانی دوباره څټی دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوی. ١٢ تاسو داسې سړے لیدلے دے چې هغهٔ ته خپل ځان هوښیار ښکاری؟ خو د دهٔ نه زیات اُميد د یوکم عقل دپاره وی. ١٣ ناراسته وائی چې، ”په لار کښې زمرے دے، خطرناک زمریان په کوڅو کښې ګرځیږی!“ ١٤ لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو تاویږی، دغه شان ناراسته په خپل کټ کښې اوړی راوړی. ١٥ ناراسته خپل لاس تالی ته وراوږدوى، خو هغه دومره ناراسته وی چې واپس يې خپلې خُلې ته نهٔ راوړی. ١٦ ناراسته خپل ځان د اوؤ هوښيار سړو نه هم زیات هوښیار ګڼى څوک چې په حِکمت سره جواب ورکوی. ١٧ لکه څوک چې یو کوڅه ډب سپے د غوږونو نه راونیسی د هغه چا په شان دے چې د بل چا په بحث کښې ځان شامل کړی. ‏‏‏‏‏١٨‏-١٩ لکه څنګه چې یو لیونے د اور اؤ وژونکی غشی وروی، دا د هغه چا په شان دے چې څوک خپل ګاونډی ته دوکه ورکړی اؤ بیا ووایى چې، ”ما خو صرف ټوقی کولی.“ ٢٠ د پوکی نه غیر اور مړ کیږی، اؤ د غيبت نه غیر جنګ ختمیږی. ٢١ لکه څنګه چې سکارهٔ بلیږی اؤ لکه څنګه چې لرګی لمبې کوی، نو دغه شان د جنګ د تودلو دپاره جنګ مار سړے وی. ٢٢ د غيبت کوونکی خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وی، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کُوزیږى. ٢٣ نرمې خبرې شریر زړهٔ پټوی لکه څنګه چې په خاورین لوښې باندې رنګ روغن وشی. ٢٤ کينه ناک اِنسان د خبرو په ذریعه خپل ځان همدرد ښائی، خو په خپل زړهٔ کښې هغهٔ ټګی پټه کړې وی. ٢٥ کۀ څهٔ هم چې د هغهٔ خبرې خوږې وی خو په هغوئ باندې یقین مهٔ کوه، ځکه چې د هغۀ زړهٔ د رنګارنګ شرارت نه ډک وی. ٢٦ کۀ د هغهٔ بدنیتی د هغۀ په چل ول کښې پټه وی، خو بيا به د هغهٔ شرارت هر چا ته ښکاره شی. ٢٧ کۀ یو اِنسان بل چا ته کنده کنى نو هغه په خپله په کښې ورغورزيږى، اؤ کۀ یو اِنسان په بل چا کاڼې رغړوی هغه کاڼې به په خپله په دهٔ باندې راورغړیږی. ٢٨ د بل چا په حقله دروغ وئیل د هغهٔ نه نفرت کول دی، اؤ د خوشامندئ خبرې تباهى راولى.