پينځۀويشتم باب
د حضرت سليمان نور متلُونه
١ دا د سليمان نور متلونه دى، کُوم چې د حزقياه کاتبانو د يهُوداه بادشاه راجمع کړی دی. ٢ دا د خُدائ پاک لوئی ده چې یوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوی. ٣ څومره چې آسمانونه اوچت اؤ زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دی. ٤ د سپينو زرو نه ملاؤټ لرې کړه ترڅو زرګر ترې نه يو ښائسته لوښے جوړ کړى. ٥ نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وی. ٦ د بادشاه په حضُور کښې د خپل ځان لوئی مۀ کوه، اؤ مهٔ د لویو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښینه. ٧ دا به ښۀ وی چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ اؤ نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بې عِزته کړی اؤ ښکته دې کښینوی. څهٔ چې تا په خپلو سترګو لیدلی وی ٨ نو هغه په عدالت کښې په تيزئ سره مهٔ وړاندې کوه، نو تهٔ به په آخر کښې څهٔ کوې کهٔ چرې ستا ګاونډی تا ملامته کړی اؤ بیا دې وشرموی؟ ٩ کۀ تهٔ خپل ګاونډی سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل اِنسان راز ورته مهٔ څرګندوه. ١٠ اؤ کۀ چرې هغه دا واؤری اؤ تا وشرموی، نو بیا به تهٔ خپله دا بدنامی هیڅکله ختمه نهٔ کړې. ١١ په ځائ خبره دا شان وی لکه چې د سپینو زرو په لوښی کښې د سرو زرو مڼه وی. ١٢ د یو هوښيار سړی تنبیه د هغه غوږ دپاره څوک اوریدلے شی لکه د سرو زرو والۍ اؤ یا د سوچه سرو زرو کالی په شان ده. ١٣ يو باوری پيغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واؤری د یخوالې په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوی، اؤ هغه د خپل مالک زړهٔ يخوی. ١٤ لکه د هغه وریځ اؤ هوا په شان چې باران نهٔ وروی، هغه څوک دے چې د تحفو ورکولو وعده کوی اؤ بيا ‎يې نهٔ ورکوی. ١٥ د صبر په وجه مشر هم قائليږى، اؤ یوه نرمه خبره هډوکی هم ماتوی. ١٦ کهٔ چرې تا ته شهد مِلاؤ شی نو ضرورت نه زیات مهٔ خوره، په زیات خوړلو به دا قے کړی. ١٧ د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تهٔ ډیر ورځې نو کیدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى. ١٨ څوک چې د خپل ګاونډې خلاف د دروغو ګواهې ورکوی هغوئ لکه د لَوړ، یا تورې یا د تیرهٔ غشی غوندې خطرناک وی. ١٩ لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه خپه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوی. ٢٠ يو خفه کس ته چې څوک د خوشحالئ سندرې وائی، نو هغه به دا شان وی لکه چې د یو کس نه په یخ موسم کښې څادر اخوا کړی، اؤ یا سرکه د هغهٔ په زخم واړوی. ٢١ کۀ ستا دُشمنان وږى وى، نو هغوى له خوراک ورکړه، کهٔ چرې هغوى تږی وى، نو هغوى له اوبۀ ورکړه. ٢٢ نو په داسې کولو سره تهٔ د هغهٔ په سر باندې به بل سکارۀ واړوې، اؤ مالِک خُدائ به تا ته اجر درکړى. ٢٣ لکه څنګه چې د شمال هوا باران راؤلی، نو دغه شان پشې شا خبرې کول د خلقو مخ د غُصې نه تک سور کړی. ٢٤ دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په یو ګوټ کښې ځانته ژوند کوی نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځی سره اوسيږی. ٢٥ لکه یخې اوبۀ چې د ستړی زړهٔ دپاره ښې وی نو دغه شان یو ښۀ زیرے د لرې مُلک نه دے. ٢٦ کۀ یو صادِق اِنسان د بدکاره په سازش کښې راشی نو هغه بيا د ګنده چینې اؤ يا خراب کوهی په شان وی. ٢٧ دا ښهٔ نهٔ دے چې زیات شهد وخوړلے شې، اؤ يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې. ٢٨ څوک چې خپل نفس نهٔ شی قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بې وسه دے چې دیوالونه يې غورزیدلی وی.