څليريشتم باب
نولسم نصيحت
١ د بدکارانو سره حسد مۀ کوه اؤ د هغوئ د دوستانی آرزو مهٔ کوه ٢ ځکه چې هغوئ په زړهٔ کښې د شر اؤ فساد منصُوبې جوړوی، اؤ د هغوئ خبرې هميشه مُصيبت جوړوی.
شلم نصيحت
٣ يو کور په حِکمت سره جوړیږی، اؤ د پوهی په وجه هغه قائم پاتې کیږی. ٤ د علم په واسطې سره د هغهٔ کوټې د نایابه اؤ قیمتی خزانو سره ښائسته کولے شی.
يويشتم نصيحت
٥ یو هوښیار اِنسان لوئ طاقت لری، اؤ د عالم قوت ورځ په ورځ نور هم زیاتیږى. ٦ د جنګ کولو دپاره د ښهٔ هدايت ضرورت وی، اؤ د ګڼو مشوره ورکونکو سره کاميابی یقینی وی.
دوه ويشتم نصيحت
٧ کم عقل هوښيارتيا نهٔ شی حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغهٔ خُله بنده وی.
درويشتم نصيحت
٨ څوک چې بدې منصُوبې جوړوی، نو هغه به په دوکه مار مشهور شی. ٩ د کم عقلو منصُوبې د ګُناه نه ډکې وى، اؤ خلق د مسخره کوونکی نه نفرت کوی.
څليریشتم نصيحت
١٠ کۀ تۀ په مشکل وخت همت بائیلی، نو تهٔ بيا ډير کمزورے اِنسان يې.
پينځۀ ويشتم نصيحت
١١ د هغه کس په بچ کولو کښې سستی مهٔ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وی، اؤ هغه حلالولو ته مهٔ پريږده. ١٢ کۀ تاسو چرې وايئ، مُونږ ته خو د دې په حقله څهٔ علم نشته دے، نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به درک نهٔ کړی څهٔ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نهٔ پوهیږی څهٔ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ور نهٔ کړی څهٔ؟
شپږ ويشتم نصيحت
١٣ زما زويه، شهد خوره، ځکه چې دا ښۀ څيز دے، د ګبين د شهدو خوند خوږ وی. ١٤ نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تهٔ يې بیامومې نو دا ستا د راتلونکی ژ‎‎‎‎وند دپاره اُميد دے، اؤ دا اميد به هیڅکله ستا نه اخوا نهٔ شی.
اوويشتم نصيحت
١٥ د بدکارانو غوندې مۀ جوړيږه څوک چې د صادِقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وی، اؤ د هغوئ په کورُونو حمله مهٔ کوه. ١٦ کهٔ څهٔ هم چې صادِق اِنسان اوهٔ ځل راپریوځی هغه دوباره راپاڅی، خو د بدکاره دپاره یو آفت بس دے.
اتۀ ويشتم نصيحت
١٧ هرکله چې ستا دُشمن راپریوځی نو په هغهٔ باندې خوشحالى مۀ کوه، اؤ کله چې هغه تيندک وخوری نو په هغهٔ باندې خپل زړهٔ مهٔ خوشحالوه. ١٨ نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالی وګوری اؤ هغه به ستا نه ناراضا شی اؤ د هغهٔ نه به خپل غضب اخوا کړی.
نهۀ ويشتم نصيحت
١٩ د بدکارانو په وجه مۀ پريشانه کيږه، اؤ مهٔ د هغوئ سره حسد کوه، ٢٠ ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، اؤ د هغوئ ډیوه په مړه کيدو ده.
دېرشم نصيحت
٢١ زما زويه، د مالِک خُدائ اؤ د بادشاه نه يريږه. اؤ د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه، ٢٢ ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهی درباندې نازله کړی نو څوک د دې اندازه لګولے شی چې څهٔ قسمه تباهی به دوئ راولیږی؟
د حِکمت نورې خبرې
٢٣ هوښياران هم دا شان وائی: د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفداری په کار نهٔ ده. ٢٤ هر هغه څوک چې یو ګُناه ګار ته ووائی چې، ”تهٔ بې ګُناه يې،“ ټول قوم به په دهٔ باندې لعنت ووائی اؤ قومونه به يې رسوا کړی. ٢٥ خو هغه څوک چې مجرم قائلوی، نو ډير برکتُونه به په هغوئ باندې نازل شى. ٢٦ څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوی هغه اصلی دوست دے. ٢٧ خپل بهرنی کارونه اول ختم کړه اؤ خپله د کروندی زمکه تياره کړه، د د‎ې نه وروستو خپل کور جوړوه. ٢٨ د ثبُوت نه بغير دې د خپل ګاونډی خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، اؤ د هغۀ په باره کښې د دروغو خبرې مۀ کوه. ٢٩ داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې زما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، اؤ زهٔ به ترې نه خپل بدل واخلم.“ ٣٠ زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تیر شوم اؤ د کم عقل د انګُورو باغ مې وکتلو، ٣١ په هر ځائ کښې ازغې راختلی وُو، اؤ زمکه ټوله په ډیله باندې ډکه وه، اؤ د کاڼو دیوالونه یې راغورزیدلی وُو. ٣٢ ما چې څهٔ ولیدل نو په خپل زړهٔ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، اؤ چې څهٔ مې ولیدل د هغې نه مې سبق زده کړو: ٣٣ کهٔ يو سړے وائی چې، ”لږ به اودهٔ شم، لږ به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسُونه راغونډ کړم چې دمه شم،“ ٣٤ خو بيا غریبی به لکه د یو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړی، اؤ نیستی به لکه د وسله بند اِنسان په شان هغه را ګير کړی.