درويشتم باب
شپږم نصيحت
١ کله چې تۀ يو حاکم سره ډوډى خوړلو ته کښينې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څهٔ دی. ٢ په خپله مرئ چاړه کیږده کۀ تهٔ زیات خوړونکے یې. ٣ د هغۀ د مزيدار خوراک ډير خواهش مهٔ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکونکے خوراک دے.
اوؤم نصيحت
٤ خپل ځان په مالداره کولو مهٔ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې. ٥ ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شی، اؤ خپلې وزرې به پرانزى اؤ د باز په شان به آسمان ته والوځی.
اتم نصيحت
٦ د يو شُوم سړى ډوډۍ مۀ خوره اؤ د هغۀ د مزیدارو خوراکُونو آرمان مۀ کوه. ٧ هغه داسې سړے دے چې همیشه د خرچ سوچ کوی، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى. ٨ ځکه چې تاسو څۀ خوړلى وى هغه به په پوزه باقئ کړئ اؤ ستاسو ټولې ښُکلې خبرې به بې فائدې شی.
نهم نصيحت
٩ يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼی.
لسم نصيحت
١٠ په زمکه کښې هغه د حد بندئ وړومبی کاڼې مۀ بې ځایه کوه اؤ مهٔ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه. ١١ ځکه چې د هغوئ بچ کوُونکے زورور دے اؤ هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمی طرفدارے وکړى.
يولسم نصيحت
١٢ خپل زړهٔ تربیت ته حواله کړه اؤ خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نیسه.
دولسم نصيحت
١٣ د خپل اولاد تربیت مهٔ پریږده. کۀ تهٔ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړهٔ نهٔ شی. ١٤ هغهٔ ته په چوکه سزا ورکړئ اؤ هغه به د عالم ارواح نه بچ کړئ.
ديارلسم نصيحت
١٥ زما زويه، کۀ تهٔ عقلمند یې، نو زما زړهٔ به خوشحاله وی. ١٦ دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شی کله چې تهٔ رښتيا خبرې کوې.
څوارلسم نصيحت
١٧ خپل زړهٔ مهٔ پریږده چې د ګُناهګارو سره حسد وکړی، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه. ١٨ په يقين سره ستا دپاره په راتلونکی وخت کښې اُميد شته دے اؤ ستا اُميد به نهٔ ختمیږی.
پينځلسم نصيحت
١٩ زما زويه، ما ته غوږ ونيسه، هوښيار اوسه، اؤ خپل زړهٔ په صحیح لار باندې قائم وساته. ٢٠ د شرابيانو سره ناسته پاسته مهٔ کوه، اؤ د خيټورو سره مهٔ ګرځیږه. ٢١ ځکه چې شرابیان اؤ خيټور به غریبانان شی. اؤ ډير خوب به هغوئ ته شلیدلې جامې ورواغوندى.
شپاړسم نصيحت
٢٢ خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا ته ژوند درکړے دے، اؤ د خپلې مور بې عزتی مهٔ کوه کله چه هغه بوډئ شی. ٢٣ حقیقت حاصل کړه اؤ دا مهٔ خرڅوه، اؤ حِکمت، تربیت اؤ پوهه حاصله کړه. ٢٤ د صادِق سړى پلار ډير خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښیار زوئ لری په هغهٔ باندې فخر کوی. ٢٥ ستا مور اؤ پلار دې خوشحالی وکړی، اؤ هغه دې خوشحالی وکړی چا چې تهٔ زیږولے يې!
اوولسم نصيحت
٢٦ زما زويه، خپل زړهٔ ماته راکړه اؤ ما ته وګوره اؤ په خوشحالئ سره زما په طریقو باندې عمل وکړه. ٢٧ ځکه چې کنجره د ډوبی کندی په شان وی اؤ زناکاره د تنګ کوهی په شان وی. ٢٨ هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى اؤ بې وفا سړی زياتوی.
اتلسم نصيحت
٢٩ څوک دی چې ویر کوی؟ څوک دی چې غمجن دی؟ څوک دی چې جګړه کوی؟ څوک دی چې شکایت کوی؟ څوک دی چې هسی زخمونه لری؟ څوک دی چې سرې سترګې لری؟ ٣٠ دا هغوئ دی څوک چې په مےخانو کښې وخت تیروی، اؤ د رنګا رنګ شرابو پیالئ څښی. ٣١ شرابو ته مهٔ ګوره کله چې دا سرهٔ وی اؤ کله چې په پیاله کښې شغلې وهی اؤ په آسانه سره تیریږی! ٣٢ په آخر کښې دا لکه د مار چیچل کوی اؤ لکه د منګور په شان زهریلا وی. ٣٣ ستا سترګې به عجيبه اؤ رنګا رنګ څيزُونه ګوری، اؤ ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوی. ٣٤ تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودهٔ وی، اؤ د چپو دپاسه پروت ټالئ وهی. ٣٥ نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زهٔ ووهلم، خو زهٔ خوږ نهٔ شوم، هغوئ زهٔ وټکولم، خو ما ته پته ونهٔ لګیدله! کله چې زهٔ راویښ شم نو زهٔ به د څښلو دپاره نور شراب هم پیدا کړم.“