دېرشم باب
د اجور نصيحتُونه
١ د ياقه د زوئ اجور پیغام چې د خُدائ کلام دے. دې سړی پیغام ورکړو ائیتیل ته اؤ ائیتیل اوکال ته. ٢ بې شکه چې زهٔ په ټولو اِنسانانو کښې بې وقوفه يم، ما کښې د اِنسان په شان عقل نشته. ٣ ما عقل اؤ حِکمت نهٔ دے زده کړے، اؤ نۀ ما ته د مقدس ‌‌‌ذات په حقله پته شته. ٤ آسمان ته څوک تلے اؤ بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټی کښې بنده کړی ده؟ اؤ سمندر چا په خپل کوټ کښې راګير کړے دے؟ اؤ د دُنيا حدونه چا مقرر کړی دی؟ د هغهٔ نوم څهٔ دے اؤ د هغهٔ د زوئ نوم څهٔ دے؟ کهٔ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه. ٥ د پاک خُدائ هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغهٔ کښې پناه اخلی. ٦ د هغهٔ د کلام سره اضافه مهٔ کوه ځکه چې هغه به دې ورټى اؤ دروغژن به دې ثابت کړی. ٧ اے مالکه خُدايه، زهٔ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مهٔ ردکوه: ٨ ما د دروغو اؤ د چل ول نه وساته مۀ ما غريب کړه اؤ مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله روزمره ډوډئ راکړه. ٩ هسې نه چې زهٔ مالداره شم اؤ تا ونهٔ پيژنم اؤ ووایم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ اؤ کۀ یا زهٔ غریب شم اؤ غلا وکړم، اؤ داسې د مالِک خُدائ د نوم بې عزتی وکړم. ١٠ د یو نوکر غیبت د هغهٔ نيک ته مهٔ کوه هسې نه چې د هغهٔ لعنت هغه په تا ووائی اؤ دا به ستا دپاره تکليف جوړ کړی. ١١ داسې اِنسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائی اؤ په خپلو ميندو بد رد وائی، ١٢ خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکاری نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګی لا صفا شوې نهٔ ده، ١٣ خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکی وی، اؤ نورو ته په سپک نظر ګوری. ١٤ د هغوئ غاښونه د تورو په شان دی اؤ د هغوئ ژامنې د چړو په شان دی تر څو چې غریبان پرې د زمکې نه تیر کړی، اؤ د اِنسانانو نه ضرورتمند ختم کړی. ١٥ جوکه دوه لوڼه لری اؤ هر وخت وائی چې راکوه، راکوه. په دُنيا کښې درې څیزونه دی چې کله هم نهٔ مړیږی، څلور څیزونه دی چې کله هم ”بس“ نهٔ وائی: ١٦ قبر، اؤ د شنډې رحم، اؤ خشکه زمکه، اؤ تیز اور. ١٧ هغه سترګی چې د خپل پلار پورې ټوقی کوی، اؤ خپلې مور ته سپک ګوری، نو د صحرا په ټپوسانو به راویستلے شی، اؤ لاش به يې د صحرا د ګنجئ خوراک شی. ١٨ په دُنيا کښې درې څیزونه دی چې هغه زما دپاره د حیرانتیا دی، اؤ څلور څیزونه داسې دی چې په هغوئ زهٔ پوهه نهٔ شوم: ١٩ په هوا کښې د باز الوتل، اؤ په ګټ باندې د مار تلل، اؤ په سمندر کښې د کشتئ اوړيدل، اؤ د سړی مينه د ښځې سره پيدا کيدل. ٢٠ دا د زناکارې ښځې طریقه ده چې کله زنا وکړی اؤ بيا ولامبی اؤ سراسر مُنکره شی اؤ وائی چې، ”ما خو څهٔ غلطی نهٔ ده کړی.“ ٢١ زمکه د دریو څيزونو په وجه لړزیږی، اؤ څلور څيزونه برداشت کولے نهٔ شی. ٢٢ هغه غُلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګیډه موړ شی، ٢٣ ترخه ښځه چې وادهٔ شی، اؤ کومه وينځه چې د خپلې بې بې بن جوړه شی. ٢٤ څلور څیزونه دی چې په زمکه واړۀ دی، خو دوئ ډیر زیات هوښیار دی: ٢٥ مېږی خو کمزورے مخلوق دے، خو بیا هم په ګرمئ کښې خپل ځان ته خوراک راټولوى، ٢٦ ځنګلی سوه خو کمزورے مخلوق دے خو په ګټانو اؤ ګړنګونو کښې ځانته کور جوړوی، ٢٧ د مُولخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى. ٢٨ چرمښکئ په لاس کښې هم رانیولے کیدے شی، خو دا د بادشاهانو په محلُونو کښې ګرځى. ٢٩ داسې درې بلکه څلور څيزُونه دى چې په ناز ناز قدم اخلى: ٣٠ زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے اؤ د يو څيز نه هم نۀ يرېږى، ٣١ هغه چرګ چې ځان ببر کړی، نر چېلے، اؤ بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وی. ٣٢ کۀ تا کم عقلتوب وکړو اؤ خپل ځان دې لوئی کړو، اؤ یا دې خرابې منصُوبې جوړې کړې نو په خپلې خُلې دې لاس کیږده! ٣٣ دغه شان کهٔ شُملی وشاربى نو د شُملو نه کُچ جوړیږی، لکه څنګه چې پوزه زور کړی اؤ وینه ترې نه راوځى، غُصه شاربل هم جنجال جوړوی.