پينځلسم باب
١ نرم جواب غُصه سړوی، خو سخته خبره غُصه لمبه کوی. ٢ د هوښیارانو ژبه علم خوندور کوی، خو د بې وقوفه خُلهٔ د کم عقلتوب سرچينه ده. ٣ د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دی، هغه ښهٔ اؤ بد دواړو باندې نظر ساتى. ٤ نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوی. ٥ کم عقل د خپل پلار تربیت ته سپک ګوری، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوی نو هغه هوښیار دے. ٦ د صادِق په کور کښې لویه خزانه وی، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوی. ٧ د هوښیارانو شونډی علم خوروی، خو د بې عقله په زړهٔ کښې داسې څهٔ نهٔ وی. ٨ مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانئ نه نفرت کوی، خو د نيکانو دُعا هغه خوشحالوی. ٩ مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوی، خو هغه د هغوئ سره مينه کوی څوک چې صداقت پسې روان وی. ١٠ د هغه چا به سخت تربيت وشی څوک چې صحیح لاره پریږدی، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوی نو هغه به مړ شی. ١١ دا چې عالم ارواح اؤ دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکاری، نو د اِنسان زړهٔ به ورته څومره زیات څرګند وی؟ ١٢ مسخره کوونکی اصلاح نهٔ خوښوی، نو ځکه چې د هوښیارانو سره مشوره نهٔ کوی. ١٣ خوشحاله زړهٔ مخ شادابه ښائی، خو پریشانه زړهٔ د اِنسان روح ماتوی. ١٤ د هوښیارانو زړهٔ د علم لټون کوی، خو د کم عقل خُلهٔ په ناپوهئ کښې څریږی. ١٥ د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وی، خو خوشحاله زړهٔ هر وخت جشن کوی. ١٦ د مالِک خُدائ په یره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډیر مال دولت نه چې سکون په کښې نهٔ وی. ١٧ دال ساګ دې وى خو چې مينى سره وى، کۀ چرګ وى اؤ نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده. ١٨ تاؤجن سړے صرف جنجال جوړوی، خو صبرناک سړے جنګونه سړوی. ١٩ د ناراسته لار د ازغو ډکه وی، خو د نيکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وی. ٢٠ هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالئ ذریعه ده، خو بې وقوفه خپلې مور ته سپک ګوری. ٢١ کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوی څوک چې ناپوهه وی، خو هوښیار سړے په سیدها لار روان وی. ٢٢ چيرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصُوبې ناکامه شی، خو د ډيرو مشوره ورکونکو په ذریعه کامیابې حاصلیږی. ٢٣ اِنسان په مناسب جواب ورکولو خوشحالیږی، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وی! ٢٤ د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځی، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى. ٢٥ مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورځوی، خو هغه د کونډی جائیداد محفوظ ساتى. ٢٦ مالِک خُدائ د بدو منصُوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحالیږی. ٢٧ لالچی خپل خاندان ته مُصيبت ور په برخه کوی، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوی هغوئ به ژوندی پاتې شی. ٢٨ صادِقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوی، خو د بدکاره خُله فساد نولی. ٢٩ مالِک خُدائ د بد عمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادِقانو دُعاګانې اورى. ٣٠ روڼ تندے زړهٔ ته خوشحالی ورکوی، اؤ ښهٔ خبر بدن تازه کوی. ٣١ هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسی، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې شمار شی. ٣٢ هغه څوک چې تربیت رد کوی د خپل ځان سپکاوے کوی، خو هغه څوک چې تربيت قبلوی نو دے عقلمندی حاصلوی. ٣٣ د مالِک خُدائ یره حِکمت پیدا کوی، عاجزی د عزت وړومبے قدم دے.