څوارلسم باب
١ هوښیاره ښځه خپل کور آبادوی، خو کم عقله ښځه یې په خپلو لاسُونو ورانوی. ٢ څوک چې په نيغه لار ځی هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځی هغه يې سپک ګڼی. ٣ د کم عقل د خبرو نه یو ډنډا جوړه شی چی هغه وهی، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى. ٤ چرته چی غویی نۀ وی هلته اخور خالی وی، خو د غویی د طاقت په وجه ډیر فصل پیدا کیږی. ٥ يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائی، خو يو دروغژن ګواه ډوزی وولی. ٦ مسخره کوونکی حِکمت لټوی اؤ هیڅ نۀ مومی، خو حِکمت آسانئ سره تمیز دارو له راځی. ٧ د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چی تۀ به د هغهٔ د خُلی نه حِکمت حاصل نهٔ کړې. ٨ د هوښیار حِکمت دا دے چه خپلو لارو ته سوچ وکړی، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې لارې کوی. ٩ کم عقل خپلې ګُناه باندې خندا کوی، خو صادِقان د مالِک خُدائ رضا حاصلوی. ١٠ هر څوک په خپل خفګان ښهٔ پوهیږی، اؤ نور هیڅوک د هغهٔ په خوشحالئ نهٔ پوهيږی. ١١ د بدعمله کور به تباه شی، خو د صادِقانو خیمه به آباده شی. ١٢ د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغهٔ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وی. ١٣ په خندا کښې هم زړهٔ خفه کیږی اؤ خوشحالۍ نه وروسته هم خفګان پاتې شی. ١٤ بې ایمانان چې د څهٔ حقدار وی هغه به ورته مِلاؤ شی اؤ نيک اِنسان ته به د دهٔ د اعمالو په مطابق اجر مِلاؤ شی. ١٥ يو ساده سړے په هر څهٔ باندې یقین کوی، خو هوښیار په هر قدم اوچتولو سوچ کوی. ١٦ هوښيار احتياط کوی اؤ د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاويره وی اؤ د هیڅ پروا نهٔ کوی. ١٧ تاؤجن خلق کم عقل کارُونه کوى، اؤ د چالاکه اِنسان نه خلق نفرت کوی. ١٨ ساده ګان په میراث کښې کم عقلتوب پریږدی، خو هوښيارانو ته د علم تاج ور په سر وی. ١٩ بدکاره اِنسانان به د نيکانو په حضور کښې، اؤ شريران به د صادِقانو په دروازو کښې په ګوډو شی. ٢٠ غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډير دوستان لرى. ٢١ هغه څوک چې خپل ګاونډی سپک ګڼى ګُناه کوی، خو بختور دے هغه څوک چې په غریب رحم کوی. ٢٢ کۀ څوک بدې ارادې لری، هغه به ګُمراه شی، کۀ څوک نیکې ارادې لری، هغه به مينه اؤ وفا ومُومی. ٢٣ ټول سخت کارونه فائده ورکوی، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځی. ٢٤ د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے. ٢٥ يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وی. ٢٦ هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوی هغه به د هغهٔ محفوظه قلعه وی، اؤ د هغهٔ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وی. ٢٧ د مالِک خُدائ یره د ژوندون سر چینه ده، کوم چې اِنسان د مرګ د دامونو نه ساتی. ٢٨ په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وی، اؤ د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهی ده. ٢٩ صبرناک سړے لویه پوهه لری، خو غُصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوی. ٣٠ پُرسکونه زړهٔ بدن ته ژوندون ورکوی، خو حسد هډوکی بوسه کوی. ٣١ څوک چې په غريبانانو ظُلم کوی نو دا د هغوئ د خالِق بې عِزتى کوی، خو څوک چې په ضرورت مند رحم کوی د پاک خُدائ احترام کوی. ٣٢ بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوی، خو تر دې چې صادِقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لری. ٣٣ د هوښيارانو په زړهٔ کښې حِکمت ځائ نیسی، خو تر دې چې حِکمت په کم عقلو کښې هم خپل ځان ښکاره کوی. ٣٤ صداقت سره قوم عظيم شى اؤ ګُناه د هر چا دپاره رُسوائې ده. ٣٥ بادشاه په هوښیار نوکر خوشحالیږی، خو هغه څوک چې شرميدلی کارونه کوی د هغهٔ قهر راوچتوی.