دیارلسم باب
١ هوښیار زوئ د خپل پلار تربیت قبلوی، خو یو جاهله اِنسان ملامتیا ته غوږ نهٔ نیسی. ٢ ښهٔ اِنسان د خپلې خُلی د میوی نه د ښۀ څیزونو خوند اخلی، خو د غدارانو زړونه د ظُلم کولو خواهش کوی. ٣ څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نهٔ ساتی نو هغه به تباه شى. ٤ يو ناراسته کس ډير څۀ غواړى خو څهٔ ورته نۀ ملاؤیږی، خو د محنت کوونکی خواهش مکمل پوره کیږی. ٥ صادِقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بد عملو کارونه د بې شرمۍ اؤ بې‌عِزتۍ سبب کيږی. ٦ صداقت د نيکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بد عمله تباه کوی. ٧ یو اِنسان خپل ځان دا شان ښائی چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نهٔ لری، خو يو بل اِنسان خپل ځان غريب ښائی، خو په اصل کښې ډير زیات مالداره وی. ٨ د یو اِنسان مال دولت کیدے شی چې د هغهٔ د ژوند فدیه ورکړی، خو غريب اِنسان ته خو څوک دهمکی قدری هم نۀ ورکوی. ٩ د صادِقانو رڼا ډیره ځلیږی، خو د بدعملو ډیوه په مړه کيدو ده. ١٠ غرور صرف جنجال پيدا کوی، خو حِکمت په هغوئ کښې وی څوک چی نصیحت منی. ١١ حرام مال دولت به زر ختم شی، خو هغه څوک چې په رو رو مال جمع کوی هغوئ به دا اضافه کړی. ١٢ هغه اُميد چې په وخت پوره نهٔ شی نو زړۀ بیماروی، خو کوم خواهش چې پوره کیږی نو هغه د ژوندون ونه ده. ١٣ څوک چې ښهٔ نصیحت ته سپک وګوری هغوئ به نُقصانې شی، خو چې څوک د حُکم احترام کوی هغوئ ته به اجر مِلاؤ شی. ١٤ د هوښيارانو تعلیم د ژوند سرچینه وی، کوم چې اِنسان د مرګ د دامونو نه بچ کوی. ١٥ ښه پوهه د اِنسان دپاره عزت پیدا کوی، خو د بې ایمانو لارې سختې وی. ١٦ هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوی، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى. ١٧ يو بدعمله پیغام وړونکے په مُصيبت کښې راګیریږی، خو اعتمادی پیغام وړونکے د شفا باعث جوړیږی. ١٨ څوک چې تربیت نظر انداز کوی هغوئ به غریب اؤ شرمنده شی، خو څوک چې نصیحت قبلوی هغه به عزتمند شی. ١٩ کوم خواهش چی پوره شی نو دا روح دپاره ډیر خوږ وی، خو کم عقل د بدکارئ د اوړیدو نه نفرت کوی. ٢٠ څوک چی هوښیارانو سره ګرځی هغه هوښیاریږی، خو د کم عقلو دوستانه نُقصان ورکوی. ٢١ مُصيبت په ګُناهګارو پسې روان وى، خو سوکالی د صادِقانو اجر دے. ٢٢ يو ښهٔ اِنسان د خپل نسل دپاره میراث پریږدی، خو د ګُناهګارو مال دولت صادِقانو ته حواله کيږی. ٢٣ د غریب سړی پټی به ډیره غله پيدا کوی، خو بی اِنصافی به دا هر څهٔ جاړو کوی. ٢٤ هغه څوک چی خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغهٔ نه نفرت کوی، خو هغه څوک چې ورسره مینه کوی هغوئ یی په تربیت ورکولو کښې احتیاط کوی. ٢٥ صادِقان په مړه خیټه ډودئ خوری، خو د بدعملو خیټه وږی وی.