دولسم باب
١ څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے. ٢ مالِک خُدائ د ښهٔ سړی نه خوشحاله وى، خو مالک خدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصُوبې جوړوى. ٣ اِنسان د بد عملئ په ذریعه قائم نۀ شى جوړیدے، خو د صادِقانو جرړه به کله هم نهٔ ختميږی. ٤ يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو یوه بې حيا ښځه د هغهٔ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وی. ٥ د صادِقانو منصُوبې د اِنصاف وی، خو د بد عملو په نصیحت کښې هم دوکه وى. ٦ د بد عمله خلقو خبرې د وینو تویدو په طمع وى، خو د صادِقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى. ٧ بد عمله خلق مړۀ شى اؤ فنا شى، خو د صادِقانو کورنۍ کلکې ولاړې وى. ٨ د سړی د خپل حِکمت په مطابق صفت کیږی، خو د خراب ذهن لرونکی سپک کیږی. ٩ دا ښۀ خبره ده چې اِنسان عام کس وی اؤ نوکر يې وی، په ځائ د دې چې ځان ته څهٔ وائی اؤ د لوږې مرى. ١٠ صادِق اِنسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتی، خو د شریر ښۀ عمل هم د ظُلم نه ډک وی. ١١ څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوی نو هغۀ سره به ډیر خوراک وی، خو څوک چې بې‌کاره منصُوبو پسې ګرځيږی کم عقل دی. ١٢ بد عمله د بې دینه خلقو د لوټ شوی مال خواهش کوی، خو د صادِقانو جرړی خوریږی. ١٣ بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګیر شی، خو صادِق اِنسان د مُصيبت نه بچ کیږی. ١٤ اِنسان د خپلو شونډو په میوه په ښهٔ څيزونو مړیږی، لکه څنګه چې د هغهٔ د لاسُونو محنت دهٔ ته اجر ورکوی. ١٥ کم عقلو ته خپل چال چلن ښهٔ ښکاری، خو هوښیار سړے نصیحت ته غوږ نیسی. ١٦ کم عقل اِنسان خپله غُصه زر ښکاره کوی، خو هوښیار سړے بې عزتی هم نظر انداز کوی. ١٧ رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهی کوی، خو دروغژن ګواه دروغ وائی. ١٨ د بې پرواهۍ خبرې د تُوری په شان غوڅول کوى، خو د عقل مند ژبه پرهرُونو ته شفا ورکوی. ١٩ رښتینې خبرې د تل دپاره قائمې وی، خو د دروغو مزے لنډ وى. ٢٠ څوک چې د بدو منصُوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وی، خو خوشحالی د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولی. ٢١ صادِقانو ته به هيڅ نُقصان نهٔ رسيږی، خو بد کاران به د مُصيبت نه ډک وی. ٢٢ مالک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوی، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينې وی. ٢٣ هوښيار خپل علم نهٔ څرګندوی، خو کم خلق خپل جهالت ښکاره کوی. ٢٤ محنتی لاسُونه به حکومت کوی، خو ناراستی به دې غلام کړی. ٢٥ انديښمن زړهٔ اِنسان لاندې کوی، خو نرمې اؤ د ډاډ خبرې به هغه خوشحاله کړى. ٢٦ صادِق اِنسان په دوستانه کښې احتیاط کوی، خو د بد عمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى. ٢٧ ناراسته اِنسان خپل ښکار هم نهٔ پخوی، خو محنتی اِنسان خپل مال دولت اضافه کوی. ٢٨ د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.