شپاړسم باب
١ اِنسان په خپل زړهٔ کښې منصُوبې جوړوی، خو د هغوئ فیصلې مالِک خُدائ کوی. ٢ د اِنسان په نظر کښې د هغهٔ ټولې لارې هغهٔ ته پاکی ښکاری، خو مالِک خُدائ د هغهٔ نيت آزمائی. ٣ هر یو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصُوبې به کاميابى شى. ٤ مالِک خُدائ هر څهٔ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پیدا کړی دی، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهئ د ورځې دپاره پیدا کړی دی. ٥ مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوی. په دې یقین لرئ چې دوئ به بې سزا پاتې نهٔ شی. ٦ د مينې اؤ وفا په ذریعه ګُناهونه وینځل کیږی، د مالِک خُدائ یره اِنسان د بدو کارونو نه بچ کوی. ٧ کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وی، نو د هغهٔ دُشمنان به هم د هغهٔ په امن کښې اوسيږی. ٨ په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغې ډیری ګټی نه چې په بې اِنصافئ وی. ٩ اِنسان په خپل زړهٔ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوی، خو مالِک خُدائ د هغهٔ د قدمونو رهنمائی کوی. ١٠ د بادشاه خبرې درنې وی، نو بايد چې هغه اِنصاف پټ نهٔ کړی. ١١ صحیح تله اؤ ناپ کول د مالِک خُدائ له طرفه دی، هغهٔ د اِنصاف معیار قائم کړے دے. ١٢ بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوی، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنیاد جوړ دے. ١٣ بادشاهان د رښتینو شونډو نه خوشحالیږی، اؤ هغوئ هغه اِنسان سره مينه کوی څوک چې رښتيا وائی. ١٤ د بادشاه غضب د مرګ پیغام دے، خو هوښیار اِنسان به د هغهٔ قهر سړوی. ١٥ هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وی نو دا د ژوندون زیرے دے، نو په دې وخت کښې د هغهٔ رحم داسې وی لکه د سپرلې وريځې چې باران ورَوی. ١٦ د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښهٔ دے، اؤ د عقل حاصلول د سپینو زرو نه څو چنده ښۀ دے. ١٧ د نيکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وی. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتی نو هغه خپل ژوند بچ کوی. ١٨ غرور اِنسان د تباهئ طرف ته بوځی، اؤ د راپریوتلو نه وړاندې تکبر راځی. ١٩ د اِنسان دپاره دا بهتره چې عاجز خويه وی اؤ د مظلومانو سره ناسته پاسته کوی، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنیمتونو کښې شریک شی. ٢٠ هر څوک چې لارښونو ته توجو ورکړی نو کامياب به وی، اؤ بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوی. ٢١ څوک چې هوښيار وی هغه تمیزدار ګڼلے شی، نرمې خبرې په هدایت کولو کښې ښهٔ اثر کوی. ٢٢ د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سر چينه ده څوک يې چې لری. خو کم عقلتوب د بې وقوفه دپاره د سزا باعث کیږی. ٢٣ د قابل سړی‎‎‎‎‎‎‎‎‎ ‎زړهٔ ‎‎د هغهٔ خُله قابو کوی، اؤ د هغهٔ کلام موثر کوی. ٢٤ نرمې خبرې د شاتو د ګبین په شان وی، د ځان دپاره خوږی اؤ د هډوکو دپاره درمان وی. ٢٥ يوه داسې لار شته چې اِنسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى. ٢٦ د مزدُور لوږه هغه په کار لګيا کوی، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى. ٢٧ بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزوونکے اور ورَوی. ٢٨ بدکاره اِنسان جنجال جوړوی، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوی. ٢٩ ظالِمان خپل دوستان بې لارې کوى اؤ د تباهئ طرف ته يې بوځى. ٣٠ هر هغه څوک چې سترګې وروځی وهی هغه ګډی وډی منصُوبې جوړوی، اؤ څوک چې خپلې شونډی مروړی نو هغه په غلطو منصُوبو سر شوی وی. ٣١ سپين ويښتۀ د عِزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږی. ٣٢ اِنسان چې صبرناک وی په نسبت د یو طاقتور سپاهی نه دا بهتر دے، هغه سړے بهتر دے څوک چې خپله غُصه قابو کوی د هغه چا نه چې یو ښار فتح کوی. ٣٣ اِنسان خو خسڼی اچوی، خو د هر چا فیصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وی.