نهم باب
د کم عقلو دپاره د پوهې دعوت
١ پوهې خپل کور جوړ کړے دے، اؤ خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دی. ٢ هغې خپله غوښه تياره کړی ده اؤ شراب يې یو ځائ کړی دی، اؤ دسترخوان يې هم خور کړے دے. ٣ هغې خپله وينځه وروليږله اؤ هغه د ښار د اوچتو ځایونو نه آوازونه کوی. ٤ ”څوک چې ساده ګان وی هغوئ ټول دې دلته راشی.“ اؤ هغه هغوئ ته وینا کوی څوک چې ناپوهه وی، ٥ ”راشئ، زما خوراک وخورئ اؤ هغه شراب وڅښئ کوم چې ما ګډ کړی دی. ٦ خپله ساده لار پریږدئ نو تاسو به ژوندی پاتې شئ، اؤ د پوهې په لار تلل وکړئ.“ ٧ هر څوک چې د مسخره کوونکی اصلاح کوی نو د خپلې بې عِزتئ دعوت ورکوی، هر څوک چې د شریر د شرارت نه ممانعت کوی، نو خپل ځان به سپک کړی. ٨ نو تهٔ کله هم د مسخره کونکی رټنه مهٔ کوه هغه به ستا نه نفرت کوی، هوښیار ته تنبیه ورکړه هغه به ستا سره مینه کوی. ٩ هوښيار ته لارښونه وکړه نو هغه به نور هم هوښیار شی، صادِق ته تعلیم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعلیم هم زده کړی. ١٠ د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده، د مقدس ذات پېژندګلو د پوهې اصلیت دے. ١١ نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډیرې شی، اؤ ستا د عمر سره به نورکلونه سوا شی. ١٢ کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا ته فائده درکړی، اؤ کۀ تهٔ مسخره کوونکے يې نو صرف تاته به د هغې نُقصان مِلاؤ شی. ١٣ کم عقله ښځه سرتيزه وى، هغه بې ادبه اؤ بې علمه وی. ١٤ د هغې کور د ښار په لوړ ځائ کښې دے. د دروازې سره ناسته وى، ١٥ اؤ څوک چې په خپله لاره سيدها تيريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوی. ١٦ ”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ!“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوی، ١٧ ”د غلا اوبۀ خوږې وى، هغه ډوډئ چې په پټه خوړلے شی خوندوره وی.“ ١٨ خو دوئ لږ هم په دې نهٔ پوهیږی چې د هغې ښځې په کور کښې صرف مرګ دے، څوک هم چې د هغې په کور کښې ميلمانهٔ شوې دى نو هغوئ اوس د تورو خاورو لاندې دی.