اوؤم باب
د بد کارو ښځو په حقله خبردارے
١ زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته اؤ زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه. ٢ زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعلیماتو دا شان حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټی کوې. ٣ هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه اؤ د خپل زړهٔ په تخته یې ولیکه. ٤ حِکمت ته ووایه چې تۀ زما خور یې، اؤ پوهې ته خپل نزدې رشته دار ووایه. ٥ دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، اؤ هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى. ٦ يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل، ٧ نو ما څهٔ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې یو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے. ٨ نو هغه د هغې د کور سره په نزدې کوڅه کښې روان وو، کومه لار چې د هغې کور ته تلی وه، ٩ د ماښام په وخت کښې، تيارهٔ خوره شوه اؤ شپه شروع شوه. ١٠ نو بیا يوه ښځه بهر راغله چې د هغهٔ سره مِلاؤ شی. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، اؤ په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړی. ١١ هغه بې شرمه اؤ بې حیا ښځه وه چې ټوله ورځ هوا ګیره ګرځیدله. ١٢ هغه تل په کوڅو، اؤ په چوکونو کښې ګرځی، اؤ د ښار په هر ګوټ کښې ولاړه وی. ١٣ هغې هغهٔ ته غاړه ورکړه اؤ ښُکل يې کړو، اؤ په خپلو بې شرمو سترګو سره يې هغهٔ ته ووئيل، ١٤ نن ما کره د قربانئ غوښه ده اؤ ما خپل نذر پوره کړو. ١٥ نو زۀ بهر راووتلم چې تا سره مِلاؤ شم، ما ستا لټون کولو اؤ تهٔ راته مِلاؤ شوې! ١٦ ما په خپل کټ باندې د مِصر رنګا رنګ د لټې څادرُونه اچولى دى. ١٧ ما په خپل کټ باندې د مُر، عُود اؤ دارچينی خوشبو لګولی ده. ١٨ راځه چې تر سحره پورې په مينه کښې ډُوب شُو. اؤ د یو بل د مينې نه خوند واخلُو. ١٩ ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته. هغه په لرې سفر باندې تلے دے. ٢٠ هغهٔ خپل جیب د پیسو نه ډک کړے دے، اؤ د دې مياشتې تر آخره به واپس نهٔ راځی.“ ٢١ نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، اؤ د هغې پستو خبرو وغُلولو. ٢٢ نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلاليدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلی ٢٣ ترڅو چې يو غشے د هغهٔ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډی وهی، هغۀ ته پته نۀ وی چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځی. ٢٤ نو بیا زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته توجو وکړئ. ٢٥ خپل زړهٔ ته اجازت مهٔ ورکوه چې د داسې ښځې طرف ته مائیل شی، اؤ يا د هغې په غلطو لارو روان شی. ٢٦ هغه د ډيرو کسانو د تباهۍ سبب شوې ده اؤ د بې شميره کسانو د مرګ سبب شوې ده. ٢٧ د هغې کور د قبر طرف ته لار ده، اؤ دا د مرګ دالان ته لارښوونه کول دی.