پينځم باب
د زنا نه ځان ساتل
١ زما زویه، زما پوهې ته توجو ورکړه، اؤ زما د حِکمت خبرو ته ښهٔ غوږ ونيسه. ٢ نو بیا به تهٔ تمیز حاصل کړې، اؤ ستا شونډې به علم اؤ حِکمت محفوظوی. ٣ ځکه چې د زنا کارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅی. اؤ د هغې خبرې د تیلو نه زیاتې نرمې دی، ٤ خو په آخر کښې هغه د ګنډیر په شان ترخه، اؤ د دوه مخیزې تورې په شان تیره ده. ٥ د هغې ښپې د مرګ په طرف روانې دی، اؤ د هغې قدمونه سیدها د قبر طرف ته لارښونه کوی. ٦ هغه د ژوند د لارې په حقله سوچ نهٔ کوی، د هغې لارې کږې وږې دی، خو هغه پرې نهٔ پوهیږی. ٧ نو بیا اوس زما زویه، ماته غوږ ونيسه. اؤ زۀ چې درته څۀ وايم نو د هغې نه مهٔ اوړه. ٨ د داسې ښځې نه ځان لری ساته! اؤ چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شې! ٩ هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې اؤ بې عزته شې. اؤ د خپل ژوند واګی د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې، ١٠ هسې نه چې پردی ستا په مال مزی وکړی. اؤ ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالامال کړی. ١١ اؤ د خپل عمر په آخر کښې به تهٔ زبیرګی اؤ فريادونه کوې، هرکله چې ستا غوښې اؤ بدن خوړین شی، ١٢ نو تهٔ به ووايې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو! اؤ څومره به زما زړهٔ اصلاح کول رټل، ١٣ ما به د خپلو استاذانو تابعداری نهٔ کوله، اؤ نۀ به مې خپلو لارښوونکو ته غوږ نيولو. ١٤ نو زهٔ د تباهئ په غاړه ولاړ يم، اؤ په ډيرو خلقو کښې وشرمیدم.“ ١٥ د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، اؤ صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهی نه روانې اوبۀ څښې. ١٦ دا مناسب ده چې ستا چينې په کوڅو کښې، اؤ ستا د اوبو لختی په چوکونو کښې وبهیږی؟ ١٧ نو دا دې یواځی ستا وی، کله دې هم د پردو سره شریک نهٔ شی. ١٨ ستا چينې دې برکتی شی، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانئ کښې ورسره وادهٔ شوے وو، ١٩ چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې اؤ مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، اؤ تهٔ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې. ٢٠ زما زویه نو تهٔ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مینه کښې راګیر يې؟ اؤ تهٔ ولې د بل سړی د ښځې سره يو ځائ کيږې اؤ غاړه غټئ کیږې؟ ٢١ نو د اِنسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، اؤ هغه په خپله د هغهٔ د ټولو لارو څارنه کوی. ٢٢ د شریر شرارت هم د هغهٔ دپاره دام دے. اؤ د هغهٔ د ګُناه رسئ هغه کلک رانيسى. ٢٣ هغه به د خپل تربیت د کموالې په وجه مړ شی، اؤ د خپل کم عقلتوب په سبب بې لارې شوے دے.