دويم باب
د حِکمت فائدې
١ زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې اؤ زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې، ٢ اؤ د عقل خبرو ته غوږ ونیسې اؤ خپل زړهٔ د هوښیارتیا طرف ته مايل کړې، ٣ نو بيا د پوهې طلب کوه اؤ د حِکمت دپاره په تیزه ناری ووهه. ٤ تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپینو زرو چې کوې اؤ یا يې داسى لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې. ٥ نو بيا به تهٔ د مالِک خُدائ په یره باندې پوهه شې اؤ د پاک خُدائ علم به حاصل کړې. ٦ ځکه چې مالِک خُدائ عقل اؤ حِکمت ورکوى، اؤ د هغۀ د خُلی نه علم اؤ پوهه راوځى. ٧ هغه د نیکو خلقو دپاره د عقلمندئ خزانې ساتی، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بې داغه وی. ٨ هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوی اؤ هغه د خپلو نیکو خلقو حفاظت کوی. ٩ نو تهٔ به په دې پوهه شې چې څهٔ ښهٔ اؤ د اِنصاف اؤ مناسب دی. اؤ تهٔ به د ژوند نیغه لار بیامومې. ١٠ نو تهٔ به عقلمند شې اؤ ستا علم اؤ پوهه به ستا روح ته خوشحالی ورکړی. ١١ تمیز به په تا نظر ساتى اؤ پوهه به ستا حِفاظت کوى. ١٢ عقل به تا د بدکاره خلقو نه ساتی، اؤ د هغوئ نه چې د چا خبرې چې غلطی دی، ١٣ چا چې صحیح لاره پریښې ده اؤ په تیارو کښې تلل کوی، ١٤ څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحالیږی اؤ د بد عملو په شرارت خوشحالی کوی، ١٥ اؤ دغه کسان په کږو وږو سر دی اؤ د هغوئ چال چلن د ټګئ دے. ١٦ نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى، ١٧ چا چې خپل د ځوانئ د وخت خاوند پريښے دے اؤ خپل تړون يې هير کړو کوم يې چې د پاک خُدائ په وړاندې کړے وو. ١٨ د هغې کور ته تلل مرګ ته دعوت دے، اؤ د هغې د کور لار د قبر لار ده. ١٩ څوک چې هغې له ورشى نو هغه بیا نهٔ راواپس کیږی اؤ هغه بيا هيڅ کله د ژوند په لاره راتلے نهٔ شی. ٢٠ نو بیا تهٔ د ښو خلقو په طریقو تلل کوه اؤ د صادِقانو په لارو کښې پاتې شه. ٢١ نو نيکان به په مُلک کښې اوسيږی، اؤ بې داغه خلق به په کښې پاتې شی. ٢٢ خو بد عمله به د هغه مُلک نه وشړلے شی، اؤ غداران به ترې د بيخ نه وویستلے شی.