اتلسم باب
١ ځانګړے کس هر څهٔ د خپلې خوښې په مطابق کوی، اؤ د هرې صحيح فيصلې مخالفت کوی. ٢ کم عقل د پوهی نه خوند نهٔ شی اخستے، خو هغه په خپلو نظریو ظاهرولو خوشحالیږی. ٣ کله چی بدکاری راشی نو رسوائی هم راځی، اؤ د شرم سره سپکوالے راځی. ٤ د اِنسان د خُلی خبرې لکه ژورې اوبۀ دی، اؤ د حِکمت چینه لکه بهیدونکې وله ده. ٥ دا ښه خبره نۀ ده چې د مُجرِم طرفدارے وشى یا بې ګُناه د اِنصاف نه محروم شی. ٦ د کم عقل خبرې جنګ جوړوی، اؤ خپل ځان وهلو ته جوړوی. ٧ د کم عقل خُله د هغۀ خپله تباهی ده، اؤ د هغهٔ خبرې د هغهٔ د خپل ځان دام دے. ٨ د غيبت کوونکې خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وی، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کُوزيږى. ٩ څوک چې په خپل کار کښې سست وی هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى. ١٠ د مالِک خُدائ نوم مضبُوطه قلعه ده، صادِقان هلته منډه وهی اؤ په حفاظت کښې وی. ١١ د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وی اؤ په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت یو اوچت دیوال وی. ١٢ د تباهئ نه وړاندې د اِنسان زړهٔ کښې کبر وی، خو د عزت نه وړاندې عاجزی راځی. ١٣ څوک چې د خبرې آوریدو نه مخکښې جواب ورکوی، دا د هغۀ کم عقلتوب دے اؤ د هغۀ شرم دے. ١٤ د اِنسان روح بیماری هم برداشت کولے شی، خو مات روح به څوک وزغمی؟ ١٥ هوښياران هميشه د علم حاصلولو په لټون کښې وی، اؤ د هغوئ غوږونه د علم زده کولو دپاره تيار وی. ١٦ تحفه د اِنسان دپاره لار خلاصوی، اؤ د هغهٔ لاس تر غټو خلقو پورې رسوی. ١٧ څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پیش کړی نو هغه صحیح ښکارى تر څو چې بل څوک راشی اؤ هغۀ نه تپوسونه شروع کړی. ١٨ په خسڼې اچولو جنګونه ختمیږی، اؤ د مضبوطو مخالفينو په مينځ کښې جنګ ختموی. ١٩ د یو خفه شوې ورور رضا کول د یو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وی، اؤ جنجالونه د قلعې دروازو ته اړمونه اچوی. ٢٠ د خپلې خُلې په میوه اِنسان خپله خيټه مړه کړی اؤ د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شی. ٢١ په ژبه کښې د مرګ اؤ ژوند طاقت شته دے، اؤ څوک چی دې سره مینه کوی هغوئ ته به يې نتيجه مِلاؤ شی. ٢٢ چا ته چی ښۀ ښځه مِلاؤ شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، اؤ هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے. ٢٣ غریب سړے د رحم دپاره منت زاری کوی، خو مالداره سړے په سختئ سره جواب ورکوی. ٢٤ ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وی.